په نیویارک کې د شدید موسمي والګي له کبله بېړنی حالت اعلان شوی

د نيويارک والي د شديد موسمي والګي يا زکام د خپرېدو له کبله په دې ايالت کې اضطراري حالت اعلان کړى دى.

"انډريو کومو" دغه اعلان پرون وکړ.

په يوه تنفيذي فرمان کې يې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو ته د وقايوي دوا د نه ورکولو قانون د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه.

اوس د نيويارک دارو جوړوونکي په لنډمهالي ډول اجازه لري؛ چې له ۶ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکو ته د والګي واکسين تطبيق کړي.

په نيويارک کې د والګي د ۲۹ زره پېښو راپور ورکړل شوى دى؛ چې د تېر موسم په پرتله څلور برابره زياتوالى ښيي.