ساپى: امريکا به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

ښاغلى ساپى

یو شمیر افغان کارپوهان امریکا ته د جمهور رئیس حامد کرزي سفر مهم او له لاسته راوړنو سره بولي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیر ساپي ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي چارواکو په دې سفر کې د افغان ځواکونو د تجهیزولو ژمنه وکړه.

هغه وايي په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په اړه د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو وروستۍ موافقه هم د سولې له هڅو سره مرسته کولای شي.

له ښاغلي ساپي سره زموږ همکار احمدزبیرژمن مرکه کړې، نوموړی په لومړي سر کې ددې سفر د نتایجو په اړه وايي

Your browser doesn’t support HTML5

له پوهاند ودير ساپي سره مرکه