د سومالیا چارواکي او په دې هیواد کې اسلامپالي یاغیان وايي؛ فرانسوي کمانډو ځواکونو د سومالیا په جنوب لودیدیځ کې د وسله والو پر یو مرکز برید کړی؛ چې ظاهر یې هدف د یو فرانسوي یرغمل شوي خوشې کول وو.
دا هوايي عملیات په جنوب لویدیځې "بوبو ماریر" سیمه کې شوې دي. د شابیل د سیمې یو چارواکي احمد عمر محمد ویلي دي؛ چې هلیکوپټرو د شنبې په سهار وختي په سیمه کې د الشباب د وسله والو پر یو مرکز برید وکړ.
د محمد په وینا، په ډزو کې دوه ملکیان وژل شوي دي، د الشباب ویاند عبدالعزیز ابو مضاب ویلي؛ په عملیاتو کې یو فرانسوي سرتیری وژل شوی او د نوموړې په وینا فرانسوي کمانډو ونه توانیدل؛ چې یرغمل شوی کس خوشې کړي.
فرانسوي سرتیرو دم ګړۍ د دې برید په اړه او د خپل یو سرتیري د وژل کیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
یو فرانسوي امنیتي سلاکار په ۲۰۰۹ م کال کې د الشباب له خوا یرغمل شوی دی.
فرانسې په مالي کې هم په دې اونۍ کې د اسلامپالو وسلوالو پرضد بریدونه پیل کړي.