امریکا په پاکستان کې وروستۍ شخړې او بمي چاودنې وغندلې

امریکا په پاکستان کې فرقه اي شخړې او د پنجشنبې د ورځې بمي چاودنې وغندلې. په دې چاودنو کې تر یوسل او شلو ډیر کسان ووژل شول.

په کوټه کې دوو پرله پسې چاودنو د پنجشنبې په ورځ تر نوي ډیر شیعه ووژل؛ چې مسوولیت یې افراطي سنیانو ومانه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ وویل:

″موږ د پاکستان له خلکو سره یوو او په سختو ټکیو دا ناوړه او غیرانساني کارونه غندو. موږ د بنسټ پالو شخړو ته په پاکستان کې اندښمن یو او د پاکستان له حکومت سره په خپله ژمنه ولاړ یو؛ چې له ترورزم سره ګډه مبارزه وکړو.″

تر دیرشو ډیر کسان په کوټه کې او په سوات کې دوو نورو چاودنو د پنجشنبې په ورځ ووژل.