د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د دوه زره څوارلسم کال په پاې کې به چې د ولسمشرۍ دوهمه دوره پوره کیږي، له جمهوري ریاسته لرې شي او هغه کس ته به چې په انتخاباتو کې بریالي کیږي واک وسپاري.
حامد کرزي دا ژمنه پرون په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر سره په ګډه خبرې غونډه کې وکړه. افغان ولسمشر وویل، د ده یوه ستره لاس ته راوړنه به دا وي؛ چې خپلواک، ښه تنظیم شوي او ازاد انتخابات ترسره کړي، څو افغانان خپل نوی ولسمشر وټاکي.
حامد کرزي زیاته کړه، چې دی به د ډيرې خوښۍ احساس کوي، چې دی متقاعد ولسمشر وي.
حامد کرزی په دوه زره څلورم کال کې ولسمشر شو او بیا په دوه زره نهم کال انتخاب شو، چې پر دغې دوهمې دورې انتخاباتو د پراخو درغلیو تورونه پورې شول.