په افغانستان کې يو هسپانوى سرتېرى وژل شوى دى.
٣٥ کلن بريدګى "ډېوېډ فرننډېز" پرون د بادغيس مرکز قلعۀ نو ته نژدې پر سړک د ښخ شوي بم په شنډولو بوخت و، چې بم ورباندې وچاودېد.
هسپانيا د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې ١٤سوه سرتېري لري، چې د ٢٠١٤م کال په پاى کې به له افغانستان څخه وځي.
په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال ٩٩ تنه هسپانوي سرتېري وژل شوي؛ له دې جملې ٦٢ تنه هغه وخت ووژل شول، چې په ٢٠٠٣م کال کې کور ته د ستنېدو پر مهال يې الوتکې په ترکيه کې سقوط وکړ.