بغداد ته نژدې له يوه زندان څخه تر لسو زيات بنديان تښتېدلي دي.
په تښتېدلو کې په القاعدې پورې تړلي بنديان هم شامل دي، چې د مرګ په سزا محکوم شوي وو.
د عراق پوليس وايي، له "تاج" نومي زندان څخه دغه بنديان پرون سهار وختي د خپلو خونو د کړکيو له لارې تښتېدلي دي.
دغه زندان د بغداد په ٢٥ کيلومترۍ کې پروت دى.
راپورونه وايي، دغو بنديانو تر تېښتې مخکې په دوو څارونکو برجونو کې د ساتونکو وسلې اخيستې دي. پر ټولو تښتېدلو بنديانو د ټروريستي فعاليتونو تورونه لګېدلي وو.
د تاج زندان يوه مسوول اسوشیېټېډ پرېس اژانس ته وويل؛ ځينې ساتونکي نيول شوي او پوښتنې ورڅخه روانې دي، چې څرګنده شي، ايا دوى د بنديانو په تښتېدلو کې مرسته کړې- که څنګه؟
بله خوا د بنديانو د بيا نيولو لپاره د عراق امنيتي ځواکونو په سيمه کې تالاشي پيل کړې ده.