جاپان به له چین سره د چین د سیند په ختیځ کې د ټاپوګانو پرسرمذاکره ونه کړي

د جاپان صدراعظم شینزو ابي نن وویل، هېواد به یي له چین سره د چین د سیند په ختیځ کې د لانجمنو ټاپوګانو پرسر مذاکره ونه کړي.

د جاپان تر کنترول لاندې د سینکاکو په ټاپوګانو باندي هم چین او تایوان ادعا کړې ده.

ابي چې تېره میاشت د صدراعظم په څوکۍ ټاکل شوی، په پیکنګ یي انتقاد وکړ چې د لانجمنو ټاپوګانو لپاره یي له شخړو ډک اعتراضونه راپورته کړیدي.

توکیو د تېرکال سپتمبر میاشت کې ویلې و چې یو جاپانی سوداګر غواړي دا ټاپوګان د پیسو په بدل کې وپلوري . هغه مهال په چین کې د جاپان پرضد سختې مظاهرې شوې وې.