د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، ۳مشکوک غړي نیولي

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان پولي ته نږدې د خاصو عملیاتو په جریان کې یي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، منعه شوې ډلې، درې مشکوک غړي نیولي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزازت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کي ویلي، دا عملیات تېره شپه د تاجکستان په شمالې سېمه کې شوې او یو پولیس په کې ټپې شوی دی.

پولیسو او امنیتي ځواکونو له مشکوکو کسانو څخه چاودیدونکې مواد او وسلې هم تر لاسه کړی دي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې په مرکزي اسیا کې د یوه اسلامي خلافت د ټینګولو هڅې کوې، د راپورونو له مخې د افغانستان له طالبانو او القاعده شبکې سره تړاو لري. دي ډلې پدي وروستیو کې د افغانستان په شمال کې هم فعالیتونه زیات کړیدي.