د ایران د بهرنيو چارو وزیر علي اکبر صالحي قاهرې ته رسیدلی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیرعلي اکبر صالحي د هغه هڅو په ترڅ کې چې غواړي د مصر سره د خپل هېواد اړیکې پیاوړې کړي قاهرې ته رسیدلی دی.

صالحي د پنجشنبې په ورځ د مصر ولسمشر محمد مرسي ته بلنه ورکړه چې ایران ته یو بل سفر وکړي .

مرسي د تیر کال په جون کې تهران ته تللی و . دا د مصر د ولسمشر په توګه د مرسي له انتخابیدو وروسته د نوموړي یو له لومړنیو بهرنیو سفرونو څخه و.

صالحي همدارنګه د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په اړیکو کې اختلاف هم رد کړ او دا یې د لویدیځو رسنیو له خوا راپورته شوې مسله وبلله .

په ایران کې د اسلامي انقلاب او همدارنګه له اسرایلو سره د مصر د سولې له تړون وروسته په ۱۹۸۰ م کال کې د ایران او مصر ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې پرې شوې وې . خو د دواړو هیوادونو ترمنځ بیرته د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره تیرکال ګامونه واخیستل شول .

د اړیکو د بیا ټینګیدو سره هم تهران او قاهره د سوریې د کړکیچ پر سر اختلاف لري ، تهران د بشارالاسد د ریژیم نژدی ملاتړی دی او قاهره د بشار الاسد څخه غواړي چې واک دې خوشې کړي .