د امریکا د خزانې وزارت له امریکايي بانکونو غوښتي څو د ایران د هغو هڅو د مخنیوي لپاره چې غواړي ځان د بندیزونو له اغېزو وژغوري په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې پر صرافیو او تجارتي کمپنیو څارنه زیاته کړي.
د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څارنې د څانګې مشر ادام زوبین Adam Szubin پرون وویل، تهران اوس هغو مارکېټونو، شرکتونو او هېوادونو ته مخ اړولی چې د امریکا له بندیزونو سره نه دي مخ. د زوبین په وینا ایران د اټومي وسلې د پراختیا او تروریستانو د ملاتړ د فعالیتونو په لړ کې پیسې انتقالوي.
نوموړي زیاته کړه، په دې پیسو کې چې په عادي حالت کې د بانکونو له لارې انتقالېږي د ایراني کمپنیو او افرادو په ګډون د بانکي حسابونو د هغو امتیاز لرونکو پیسې انتقالېږي چې د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل دي.