د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا پرون افغان ولسمشرحامد کرزي ته ډاډ ورکړ، چې که څه هم چارواکي په زیات شمېر د پوځیانو پر اېستلو غور کوي خو هېواد به یې بیا هم د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
ښاغلي پنېتا وویل، فکر کوي له اوږدې او ستونزمنې ماضي وروسته د داسې خپلواک افغانستان د جوړولو وروستي څپرکي رارسېدلای چې کولای شي په راتلونکي کې خپله ځان اداره کړي او خپل امنیت ونیسي. پنېتا له افغان ولسمشر سره خپله کتنه رغنده وبلله:
(زه له هغو بحثونو چې له ولسمشر کرزي سره مې لرل ډېر خوښ یم. ده دې ته لېوالتیا وښوده چې باید هغه څه ترسره شي چې فکر کوو په شیکاګو کې د شویو موافقو د عملي کولو لپاره موږ ته په کار دي او دا هغه څه دي چې حساب پرې کېدای شي.)
تمه ده، چې ولسمشر کرزی به نن جمعه له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.
د راپورونو له مخې دواړه مشران به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر شرایطو خبرې وکړي.