په خوګياڼو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

په خوګياڼو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، په ختیځ کې د ملي اردو مطبوعاتي مسول محمد نعمان هاتیفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن شاوخوا یولس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ یوه ساعته نښه وشوه، چې په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه نور يي ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، په دې نښته کې د ملي اردو او سرحدي پولیسو یو یو سرتیری ټپیان شوي هم دي.

بل خوا وسله والو طالبانو ازادۍ راډیو ته په راستولي پیغام کې ویلي، چې په یاده سیمه کې د ملي اردو په هوايي برید کې یوازې د یوې کورنۍ درې تنه عام خلک ټپیان شوي خو دا چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه نښته داسې مهال رامنځته شوې،چې د سرحدي پولیسو یو کاروان وزیرو سیمې ته روان و او د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې وروسته نښته رامنځته شوه.

د سرحدي پولیسو د کاروان سره دملي اردو حمایوي ځواکونه هم مله وو.