د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د شیرزادو ولسوالۍ د توتو په سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې درې تنه وسله وال يي وژلي دي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په راستولي پیغام کې د دوو طالبانو وژل مني او په خبره يي په دغه پېښه کې د یوه کمین په ترڅ کې درې تنه بهرني عسکر هم وژل شوي دي.
خو ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.