د پکتیا قومي مشران: که د مچلغو په بند کار پیل نشي نو مظاهرې به وکړو

د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو خبرداری ورکړ، که په دې ولایت کې د مچلغو په بند کار پیل نشي نو دوي به مظاهرې وکړي.

له سیمې څخه د ازادۍ راډیو د راپور له مخې دوی دغه خبرداری تیره ورځ په یوې غونډه کې ورکړ.

دغو قومي مشرانو په اوبو او بریښنا وزارت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د ګلف افغان روسي شرکت له خوا ددې پروژې په ټپه دریدلی کار پیل کړي.

د مچلغو بند د ۱۸۰۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو توان لري او همداراز د ۵ تر اتو میګاواټو څخه بريشنا تولیدولی شي.