سمر: یو شمېر دولتي چارواکي اساسي او نور قوانین تر پښو لاندې کوي

د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون مشره وایي، یو شمېر دولتي چارواکي په هېواد کې اساسي او نور قوانین تر پښو لاندې کوي.

سیما سمر نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې، د بشري حقونو د دې ناقضینو موضوع باید په جدي توګه و څیړل شي:

(داسې نه ده چې یوازې د دولت مخالفین له قوانینو څخه سرغړونه کوي.

په خواشینی سره مسئولین په دولتي ادارو او نورو ارګانونو کې هم اساسي قانون او د افغانستان نور قوانین نه مراعتوي.)

دا په داسې حال کې ده چې، د مدني ټولنې د همږغی مرکز او د افغانستان د حقوق پوهانو د شبکې په تازه څیړنو کې راغلي، چې په تیرو نهو کلونو کې د اساسي قانون څه باندي نوي مادې نقض شوي.