د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د راتلونکي لمریز کال د حمل په میاشت کې به غزني رسما د اسلامي نړۍ کلتوري مرکز اعلان شي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزیر سید مخدوم رهین آزادۍ راډیو ته هغه کنګوسې هم ناسمې وبللې چې ویل کیږي په غزني کې د بیارغونې کارونه په سمه توګه پر مخ نه ځي:
( دا اندیښنې بې ځای دي او هیڅ شی هم ندي ځنډیلي. یوازي د ۲۰۱۳ کال د رسمي پرانستلو نیټه د حمل میاشتي ته و ځنډول شوه . د بیارغوني کارونه هم په زیاته پيمانه شوي او ځینې یې هم تر کار لاندي دي.)
ښاغلي رهین زیاته کړه، چې غزني به رسما د حمل میاشتي په وروسیو کې د اسلامي نړۍ کلتوري مرکز معرفي شي.
نوموړي له وسله والو مخالفینو هم غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې خنډ نه جوړوي.