د پاریس یوې محکمې ۹ تنه د ازبکستان د وسله والو له ډلې سره د تړاو په جرم زنداني کړل

د پاریس یوې محکمې ۹ تنه پرون ( سې شنبه) د ازبکستان د وسله والو له ډلې سره، چې په القاعده پورې تړلې ګڼل کیږي، د ارتباط په جرم زنداني کړل.

د محکمې له خوا تر ټولو دروند حکم د دې ډلې د مشر عرفان دیمیرتس په ضد وو، چې د ترکیې او هالند تابعیت لري.

دی په اته کاله بند محکوم شو او پر نورو کسانو هم تر درېیو کلونو بند حکم شوی دی.

دا کسان د ازبکستان د اسلامي تحریک (IMU) لپاره د پيسو د راغونډولو په جرم محاکمه شول.

د دې کسانو د محاکمې په جریان کې مدافع وکیلانو وویل، چې دا پيسې د بشري مرستو لپاره را غونډې شوې وې.

د دې کسانو ډله څلور کاله مخکې د فرانسې، هالند او جرمني د پولیسو لخوا په ګډه منحل شوه.