د یوه ایراني بلاګ لیکونکي ستار بهشتي مور د ایران له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د دې د زوی د مړینې په اړه تحقیقات علني کړي.
بلاګ لیکونکی ستار بهشتي ۳۵ کلن وو او د اکټوبر په دیرشمه نیټه په خپل ښار رباط کریم کې ونیول شو. دی تر نیول کیدو څو ورځې وروسته په توقیف کې مړ شو.
تر مړینې مخکې یې د شکنجه کیدو شکایتونه هم خپاره شوي وو.
د ده مور پرون (سې شنبه) ازادي راډیو ته وویل، چې ایراني چارواکو هغې ته د خپل زوی د جسد د لیدو اجازه نه ده ورکړې.
دې پر چارواکو تور لګولی، چې د دې زوی یې د توقیف په وخت شکنجه کړی دی.
د ایران پارلمان د جنورۍ په شپږمه نیټه غوښتنه وکړه، چې د بهشتي د مړینې په اړه ځانګړي تحقیقات وشي.