سنګین: په افغانستان کې د انټرنټ بیه اویا سلنه راټیټه شوه

د مخابراتو وزارت د انټرنټي خدمتو نو دبیو د راټیټيدو خبر ورکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین نن وویل؛ چې د یوه میګابایټ انټرنټ چې په درې سوه ډالره و اوس به په ۹۷ ډالرو د خلکو لپاره وړاندې شي.

"شپږ اته میاشتې مخکې موږ ډير خوښ وو؛ چې خلکو ته مو خبر ورکړ، چې د یوه میګابایټ قیمت درط سوه ډالره دی؛ نن موږ وروسته له اتو میاشتو دا علانوو؛ چې د یوه میګابایټ قیمت ۹۷ ډالرو ته ښکته شوی."

په همدې حال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي؛ چې دا مهال د افغانستان یو نیم ملیونه وګړي له انټرنټې خدماتو څخه ګټه اخلي.