نويو ولسوالانو او مرستیال والیانو ته د لویې څارنوالۍ خبرداری

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال او د افغانستان لوی څارنوال له نویو مقررو شویو ولسوالانو او مرستیال والیانو وغوښتل؛ چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي واوسي.

د افغانستان لوی څارنوال نویو مقررو شویو ولسوالانو او مرستیال والیانو ته خبرداری ورکړ؛ چې باید خپل کارونه په سمه توګه تر سره کړي.

لوی څارنوال محمد اسحاق الکو د سې شنبې په ورځ د نویو ولسوالانو او مرستیال والیانو د لوړې مراسمو په هکله په جوړه شوې غونډه کې ټینګار وکړ؛ چې باید دوی له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې وکړې.

هغه نویو مقرر شویو کسانو ته وویل، سره له دې چې د هغوی همکار به وي؛ خو په څنګ کې به یې د کارونو جدي څارنه هم کوي.

"د دولت لومړی خښته تاسو یاست.

خدای دې وکړي، چې موږ بیا داسې وخت سره ونه وینو چې تاسو دوسیه ولرئ او د دې ښه محفل پر ځای موږ او تاسو د دوسیو په هکله سره خبرې ونه کړو."


د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د سې شنبې په ورځ د اوه پنځوس ولسوالانو او پنځلس مرستیال والیانو د لوړې مراسم تر سره کړل.

د دې ادارې چارواکي وایي، چې دغه کسان د ازاد رقابت له لارې دغو پوستونو ته کامیاب شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي هم په دې غونډه کې له ټولو نویو مقرر شویو کسانو وغوښتل؛ چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي واوسي.

"تاسو باید له ټولو ارګانونو نظارت وکړی، نه یواځې دا چې تاسو په خپله له فساد سره مبارزه وکړئ؛ بلکې مه پریږدئ چې ستاسو په کاري چاپیریال کې هم فساد رامنځ ته شي.

هڅه وکړئ، چې په ټولو ولسوالیو او ولایتونو کې د فساد مخه ونیسئ.

خپلو خلکو ته دا باور او زیری ورکړئ، چې دوه زره څوارلسم کال به ستاسو په ژوند کې یو نوی فصل وي."


هغه همدا راز له ټولو نویو مقرر شویو ولسوالانو او مرستیال والیانو وغوښتل چې باید تل د خلکو په خدمت کې واوسي.

کریم خلیلي همدا راز ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به چې له افغانستان څخه محارب بهرني ځواکونه وځي؛ له هیڅ ډول ستونزو سره مخ نه شي.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایي؛ چې دغه کسان د ازاد رقابت له لارې کامیاب شوي دي.

که څه هم د سیمه یيزو ارګانونو په ادارهې هم انتقادوه کیږي؛ چې د سیمه ییزو چارواکو د ګمارنې پروسه یې شفافه نه ده او په ځینو مواردو کې کسان د واسطې او یا هم رشوت له لارې ټاکل کیږي، خو د دې وزارت چارواکي دغه ادعاوې بې اساسه بولي.

راپور: جمیله ظریف