قرغزستان او ازبکستان په سوخ سیمه کې د برمته نیونې د پیښې په اړه په ګډه څیړنه کوي

د قرغزستان او ازبکستان چارواکو موافقه کړې، چې روانه اونۍ د ازبکستان په سوخ سیمه کې د برمته نیونې د پیښې په اړه په ګډه څیړنه کوي.

د سوخ د اوسیدونکو او د قرغزستان د پوله ساتونکو ترمنځ د یکشنبې په ورځ د قرغزستان سرحدي پوستې ته د بر یښنا د مزو د لیږدولو په جریان کې شخړه رامنځ ته شوې وه.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه درې ازبکان په ډزو ټپي شوی او یوقرغز پولیس سخت وهل شوی و.

په سوخ کې د قرغزستان دیرش اتباع یرغمل شوي و، چې ټول د دوشنبې په ورځ خوشې شوي دي.

اوه خوشې شوي یرغمل په روغتون کې د ټپونو له امله تردرملنې لاندې دي.

په سیمه کې سرحدي پوستې بندې دي، سوخ د قرغزستان په جنوبي باتکین سیمه کې د ازبکستان د خاورې یوه برخه ده چې اکثریت اوسیدونکي یې تاجکان دي.