بان کي مون: د سولې شرایط به د سوریې د خلکو مشکلات ختم کړي

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون ویلي، د سوریايي ولسمشر په وینا کې د سولې شرایط به د هغه هیواد د خلکو ویروونکي مشکلات ختم نه کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند "مارټين نېسېرکي" د دوشنبې پر ورځ په نیویارک کې د بان کي مون له خولې وویل، د سوریې د شخړې اصلي حل دا دی چې په هیواد کې د سیاسي واک انتقال داسې وشي؛ چې په کې د انتقالي حکومت اداره موجوده وي او بیا د ملګرو ملتونو تر سیوري یا څار لاندې ازاده او پاک انتخابات وشي.

د یکشنبې پر ورځ په دمشق کې د وینا پر وخت اسد خپل پلان څرګند کړ؛ چې په کې ملي جوړ جاړی او د نوي اساسي قانون جوړونه شامل ول. خو اسد دا هم وویل، چې د روغې جوړې په دې خبرو کې باید هغه کسان نه وي شامل؛ چې سوریې سره یې خیانت کړی دی. ده دا خبره د سوریې وسله والو مخالفینو ته په اشاره وکړه.

دې مخالفینو ته اسد "د غرب جوړ کړي ګوډاګیان" وویل.