د فراه ولایت په مرکز کې نن سهار پر دوو عسکرو د نامعلومو وسله والو له خوا حمله وشوه، یو یې مړ او بل یې ټپي شو.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي ازادۍ راډيو ته وویل چې، دغو عسکرو د یوه ښوونځي ساتنه کوله.
د یو بل خبر له مخې، دفراه سیمه ایز چارواکي وایې د هغو شپږو پولیسو د موندلو هڅي رواني دي چې په پشت رود ولسوالۍ کې له یوې امنیتي پوستې څخه لا درکه شوي دي.
د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي تایید کړه، چې ښایې دغه پولیس تښتیدلي وي.
وسله وال طالبان ادعا کوي، چې دا پولیس دوي ته ور اوښتي دي.