ټاکل شوې، ولسمشر حامد کرزی نن امریکا ته خپل سفر پيل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایې، امریکا ته د ولسمشر کرزي په دې سفر کې به د سولې د مذاکرو په څیر مهمې مسلې له امریکايي چارواکو سره مطرح شي.
ددې وزارت ویاند جانان موسي زي پرون خبریالانو ته وویل:
(په واشنګټن کې د لیدنو د اجنډا دویمه اساسي مسئله د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون دی، له وسلوالو مخالفینو سره سوله او پخلاینه او په دې پروسه کې د امریکا ملاتړی رول دریمه مسئله ده او څلورمه موضوع چې پرې خبرې کیږي، هغه د تحول لسیزه او ددوه زره څوارلسم او دوه زره څلورویشتم کلونو تر منځ د امریکا د اقتصادي مرستو څرنګوالی دی.)
ښاغلی کرزی به پدې سفر کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او یو شمیر نورو امریکایې چارو اکو سره د لیدو پر مهال د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا پر رول او دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په اړه وږغیږي.