پاکستان به د فبرورۍ مياشتې په لومړيو کې شا و خوا يولک ټُنه غنم ايران ته صادر کړي.
په پرونيو راپورونو کې ويل شوي چې د پاکستان د “سي ټريډ ګروپ” په نامه د غله جاتو صادروونکې کمپني به دغه غنم د جنورۍ په پاى يا د فبرورۍ په لومړيو کې صادر کړي.
دغه کمپني وايي د پلان شوې اندازه لسمه برخه غله به په دې موده کې صادره کړي.
د غله جاتو د دې صادروونکې کمپنۍ يوه مشر ويلي، داسې ښکاري چې ايرانيان پيسې نه لري چې په تېر اګست مياشت کې د شوې موافقې له مخې يو مليونه ټنه غنم رانيسي.
دغه کمپني وايي ايران بايد د غنمو د صادراتو په بدل کې اومه اوسپنه يا هم سِره پاکستان ته ورکړي واى.