په کویټ کې امنیتي ځواکونو د سلګونو مخالفو فعالانو د خپرولو لپاره ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.
دغه مخالفان په يوه لاريون کې راټول شوي وو. دا د هغو اعتراضونو يوه برخه وه، چې د اپوزيسيون ډلې يې د يو جهته پارلمان پر خلاف رابولي.
د ډسمبر پر لومړۍ نېټه چې اپوزيسيون له پارلماني انتخاباتو سره بايکاټ اعلان کړ، په کويټ کې وخت ناوخت اعتراضي لاريونونه کېږي. دوى وايي د انتخاباتو په قانون کې بدلون غواړي، چې د دوى په نظر د دولت پلوه کانديدانو په ګټه دى.
په بل خبر کې ويل شوي، چې د کويټ يوې محکمې يو مخالف فعال په دوه کلن بند محکوم کړ. ويل شوي چې ده په تويټر کې يو بيان خپور کړى و، چې په تېلو د دې غني هېواد امير ته سپکاوى ګڼل شوى دى.
٢٦ کلن راشد العنِزي پرون ونيول شو، وروسته تر هغه چې محکمې د ده خپور کړى بيان پر امير شيخ صبا الاحمد الصباح لفظي تېرى وباله، دى جېل ته ولېږل شو.
د کويت دغه رهبر د اساسي قانون له مخې له انتقادونو له خونديتوب څخه برخمن دى.