بارک اوباما او کورنۍ یې د کریسمس د رخصتیو له تیرولو وروسته بیرته سپینې ماڼۍ ته ستانه شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما او کورنۍ یې په خپل پلرني ټاټوبي هاوایي ايالت کې د کریسمس د رخصتیو له تیرولو وروسته بیرته په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته ستانه شوي دي.

راپورونه وايي چې پرون ولسمشر سپینې ماڼۍ ته په داسې حال کې ستون شو، چې یوه له کاره ډکه اونۍ یې په مخکې پرته ده.

نوموړې به په دې اوونۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ګوري او همدارنګه ممکنه ده چې د دفاع نوی وزیر او د سې اى اې یا د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې نوی مشر هم وټاکي .

ولسمشر بارک اوباما خپلې رخصتۍ د ډسمبر پر یوویشتمه نیټه پیل کړې وې، خو د ډسمبر پر شپږویشتمه اړ شو چې په اصطلاح د مالي سقوط ( fiscal cliff) د مخنیوي لپاره د کانګرس د استازو جرګې او سنا له غړیو سره جوړجاړي ته د رسیدو په هدف بیرته واشنګټن ته ستون شي .

نوموړې په دې برخه کې له پریکړې وروسته د جنورۍ په دویمه نیټه بیرته هاوايي ته ستون شوی و.