د سوریې د ولسمشر بشار الاسد پر وروستۍ وینا د نړۍ له بیلابیلو برخو انتقادونه شوي

د سوریې د ولسمشر بشار الاسد پر وروستۍ وینا د نړۍ له بیلابیلو برخو انتقادونه شوي دي .

په دې وینا کې بشارالاسد د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړې خو خپل مخالفین یې د پردیو لاسپوڅي وبلل.

په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل، بشار الاسد د یکشنبې د ورځې په وینا کې یو وار بیا خپلې تشې ژمنې تکرار کړې:

“دا ممکنه نه ده چې په تشو ژمنو دې پرمختګ وشي او دا هم امکان نه لري چې د سوریې د حکومت د مخالفینو چې د نړۍ له خوا په رسمیت پیژندل شوي ، د موجوديت په ردولو پرمختګ رامنځته شي.

ما سهار د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر سره د بشارالاسد وینا واوریده. موږ تمه نه لرله چې بشار الاسد به کوم نوی شی وړاندې کړي، خو بیا مو هم هیله لرله. له بده مرغه د بشار الاسد یادونې وښوده چې نوموړی بشپړ نه پوهېږي څه روان دي او د راتلونکې لپاره کوم پلان نه لري.”

بله خوا په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاټرین اشټون وویل، اروپايي ټولنه به له واک څخه د اسد د ليرې کیدو په اړه له خپلې غوښتنې وانه وړي، څو په سوريه کې انتقالي حکومت ته لاره هواره شي .

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ بیا د ټویټر په یوه پیغام کې د بشارالاسد څرګندونې له ریاکارۍ ډکې بللې دي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په خپله وینا کې د سولې یو پلان په ډاګه کړ چې په کې د ملي پخلاینې کنفرانس او د نوي اساسي قانون د مسودې جوړول شامل دي .

خو د بشار الاسد په څرګندونو کې د ده په دریځ کې نرمي نه ښکاریده، نوموړي وویل د پخلاینې هر ډول خبرې به له هغو کسانو سره نه وي چې دده په وینا سوریې سره یې خیانت کړی وي، د نوموړي اشاره د سوریې د حکومت وسلوالو مخالفانو ته وه چې بشارالاسد د لویدیځ لاسپوڅي وبلل .