په افغانستان کې د اتومات صرافۍ ماشینونو تقاضاه زیاته شوې؛ ښاریان د بانکونو له مالکانو غواړي، چې دغه ماشینونه په سوداګریزو ځایونو کې زیات کړي.
اوسمال یوشمېر خصوصي بانکونو د کابل ښار په مهمو سوداګریزو مرکزونه کې د صرافۍ اتومات ماشینونه نصب کړي.
که څه هم په افغانستان د بانکونو د سیسټمونو په منځ ته راتګ افغانانو ته د پیسو په راکړه وکړه اسانتیاوې رامنځ ته شوې؛ خو په ښارونو کې د صرافۍ اتومات ماشینونه هغه نوې اسانتیا ده، چې د خلکو غوښتنه ورته زیاته شوې.
د کابل یو شمیر ښاریانو د یکشنبې په روځ له ازادۍ راډیو سره په خبروکې وویل؛ چې د صرافۍ اتومات ماشینونه ۲۴ ساعته زموږ په مخ خلاص او هم د رخصتیو په ورځو کې کولای شو چې خپلې پېسۍ له بانکونو څخه وباسو.
"دغه ماشینونه په افغانستان کې ډېر کم لګېدلي دي؛ تاسې وګورئ، په سي ټي سنټر کې لګېدلی دی؛ په ګلبهار سنټر کې لګېدلی دی، په کار دی چې دغه په افغانستان کې عام شي کله مو چې پیسو ته اړتیا وي بانکونه بند وي؛ نو باید چې دغه زیات شي."
د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې ټول هغه بانکونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي؛ کولای شي، چې د افغانستان په هره سیمه اوځای کې د صرافۍ اتومات ماشینونه فعاله کړي.
د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال وايي، هر هغه بانک چې د افغانستان بانک جواز ولري د صرافي اتومات ماشینونه لګولی شي:
"د ماشینونو دلګولو په اړه کومه ستونزه نشته چې کوم بانک یې لګولی شي او کوم بانک یې نه شي لګولای، هر هغه بانک چې دافغانستان بانک جواز ولري دوی کولای شي چې د ای ټي ایم ماشینونه ولګوي دغه هرڅه په دې پورې تړلې چې په کوم ځای کې ورته تقاضا زیاته ده.
د صرافۍ اتومات ماشینونه د بانکدارۍ په برخه کې په افغانستان کې یو نوی سیسټم دی؛ چې داړوند بانک مشتري کولای شي؛ یواځې د یوکارت په درلودلو سره له بانک څخه خپلې پیسې ولري وباسي.
د پښتني بانک چارواکي وايي، چې په یوې سترې پروژې باندې کار روان کړی؛ چې د یوکال په اوږدوکې به د افغانستان ملي، غنضفر او پښتني بانکونو د هېواد ولسوالیو ته یاد خدمات ورسوي.
دعزیزي بانک چارواکي وايي، چې اوسمهال په کابل ښار کې د صرافۍ اتومات ۳۰ ماشینونه لري؛ چې په سوداګریزو ځایونوکې درولي دي.
د دې بانک مطبوعاتي مسوول میوند ازادۍ راډیوته وویل؛ چې دې سیسټم ته لا پراختیا ورکوي:
د بانکونو مالکانو وايي، چې یاد سیسټم که له یوخوا مشتریانو کال ۱۲ میاشتې خلاص وي؛ له بلکې خوا بانکونو ته په دې ګټوردې چې ځای کم نیسي اوبیله کارونکو کارکړي نو ارزانه هم ورته تمامیږي.
راپور: رحمت الله افغان