د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر قاضي حسین احمد مړ شو

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر قاضي حسین احمد د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو.

قاضي حسین احمد له یوې مودې راهیسي د زړه ناروغي له لرله او تېره شپه یې په اسلام اباد کې د زړه د درېدو له کبله ساه ورکړه.

د پاکستان ولسمشر او صدراعظم د حسین احمد په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

قاضي حسین احمد څلور دورې د جماعت اسلامي ګوند مشر مشر پاتې شوی و.