د سوريې ولسشمر بشاراسد به نن ملت ته وينا وکړي.
د ولتي رسنيو ويلي، چې اسد به د سوريې او سيمې په روانو حالاتو خبرې وکړي.
رسنيو په دې اړه نورجزييات نه دي ورکړي، خو له لبنان څخه خپريدونکې سوريه پلوه "الاخبار" ورځپاڼه وايي؛ چې اسد دې ته چمتو شوی، چې په هيواد کې د جګړو د پای ته رسيدو لپاره يوه د حل لاره وړاندې کړي؛ چې د ملګروملتونو تر څارنې لاندې د اوربند وړانديز به په کې شامل وي.
الاخبار دغه راز ويلي، چې اسد به د نوي اساسي قانون د مسودې د جوړيدو لپاره د يوه کميسيون د ټاکلو او د ملي يووالي پر بنسټ د نوي حکومت د جوړيدو وړانديز وکړي؛ چې هغه به پارلماني انتخاباتوته لاره پرانيزي.
اسد په داسې حال کې ملت ته وينا کوي؛ چې د جګړو لمن د دمشق څنډو ته رسيدلې ده.
ملګروملتونو ويلي، چې د بشاراسد د رژيم پرضد پاڅون کې چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهيسي پيل شوی؛ تراوسه تر شپيتو زرو زيات کسان وژل شوي دي.