د ایټالیا په الپ غرونو کې د یوه ټګر له امله ۶ روسي سیلانیان مړه شوي دي

د ایټالیا په الپ غرونو کې د واورې لپاره د یوه ځانګړي موټر د ټکر په پيښه کې شپږ روسي سیلانیان مړه شوي دي او دوه تنه سخت زخمیان دي.

د ايټالیا په میلان ښار کې د روسیې د قنسولګرۍ مرستیالې "انا بلوتووا" د روسیې خبري اژآنس "ایتر تاس" ته ویلي، چې دوی د شپږ واړو روسي سیلانیانو د مړینې خبر تاییدوي.

د ایټالیا خبري رسینو وویل، چې د واورې دا ځانګړی موټر ښايي د دې لپاره، چې ډير ګرځول شوی وو، د دې خلکو د کنټرول څخه وتلی او بیا کندې ته لویدلی وي.

د پيښې دقیق عامل لا تراوسه نه دی څرګند شوی.