کابل: په نړیوال هوايي ډګر کې د خاصو مېلمنو لپاره یو ټرمینل پرانیستل شو

د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د "وي. آی پي" یا ځانګړو میلمنو لپاره یو ترمینال نن پرانستل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول نن خبریالانو ته وویل؛ چې دغه ترمینل د بهرنیو چارو وزارت په انکشافي بودیجې جوړ شوی؛ چې ټولې آسانتیاوې په کښې موجودې دي.

"موږ د لومړي ځل لپاره یو وي. آی. پي ټرمینل چې افغانستان یې باید ولري؛ جوړ کړ. په دې ټرمینل کې ټولي هغه آسانتیاوې چې په نړیوالو ترمینلونو کې شته موجودي دي."

ښاغلي رسول زیاته کړه، چې یاد ټرمینل په یو وار د دوه سوه میلمنو د ناستي ظرفیت لري.

مسوولان وایي، چې په دې میدان کې د "وي. وي. آی. پي" لپاره هم یو بل ټرمینل په پام کې نیول شوی، چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ شي.