امریکايي سرتیري ترکیې ته استول کیږي چې په دې هیواد کې پټریوټ توغندي ویشتونکي سیستمونه وکاروي. په ترکیه کې د پټریوټ توغندي ویشتونکي سیسټمونه په ګاونډي هیواد سوریه کې د روانې جګړې د ګواښ د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.
تیر کال د سوریې څخه څو ځلې د توپونو ګولۍ له پولې واوښتې او د ترکیې په خاوره کې ولګیدې.
د پټریوټ توغندي ویشتونکي سیستمونه، دا وړتیا لري، چې د الوتکو او راکټونو د نسکورولو لپاره توغندي وولي.
امریکايي سرتیري په داسې حال کې ترکیې ته استول کیږي؛ چې په سوریه جګړه تر ټولو بد وضیعت ته رسیدلې ده.
راپورونه وايي، یوه ورځ وروسته له هغې چې د سوریې په پایتخت کې بمي چاودنې لس کسان ووژل؛ د جمعې په ورځ د سوریې د حکومت هوايي او مځکنیو ځواکونو د دمشق په څنډو کې پر یاغیانو بریدونه کړې دي.
د امریکا د پوځ اروپايي قومندانۍ ویلي دي، چې د پټریوټ توغندیو د هغو دوو سیسټمونو د کارولو لپاره چې واشینګټن ترکیې ته استولې د څلور سوو په شمیر امریکايي سرتیري ترکیې ته استول کیږي.
د ناټو د تړون د غړي هیواد ترکیې سره د تړون له مخې د پاټریوټ توغندیو څلور نور سیستمونه د جرمني او هالینډ له خوا په ترکیه کې فعالیږي.