پاکستان اعلان وکړ، چې د ملګروملتو امنیت شورا ته به قناعت ورکړي چې د نړیوالې ټولنې د تروریستي ضد پالیسیو پر اغېزمنتیا بحث وکړي.
په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر مسعود خان، چې د جنورۍ په میاشت کې د امنیت شورا دوره يي ریاست په غاړه لري، وویل، چې بحث به د روانې میاشتې په پنځلسمه وشي.
مسعود خان زیاته کړه، نړیوالې ټولنې د تروریزم پرضد په جګړه کې یو څه بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خو باید لا منظمه او هراړخیزه ستراتیژي خپله شي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د تروریستانو پرضد د پوځي او استخباراتي عملیاتو ترڅنګ د تروریزم د ریښو د وچېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان سفیر د تروریستانو پرضد د یوې اغېزمنې وسیلې په توګه د بې پېلوټه الوتکو د حملو په باب له څه ویلو ډډه وکړه؛ چې د امریکا له لوري په پاکستان او نورو سیمو کې د مشکوکو سخت دریځو پرضد استعمالېږي.
په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې په تروریستي حملو په زرګونو تنه وژل شوي دي.