د هند پولیسو نن هغه پینځه تنه چې یوې ۲۳ کلنۍ انجلۍ ته يې بد لمني اړولې ده په رسمي توګه په ډله ائیزه توګه په جنسي تیري او قتل، تورن کړل.
په دې قضیه کې شپږم تورن کس به چې ګمان کیږي عمر يې له اتلسوکلونو کم دی د تنکیو ځوانانو لپاره په ځانګړې محکمه کې محاکمه شي.
د دسمبر په ۱۶ یوه ډله وسله والو په نوي ډیلي کې په یوه بس کې د طب د پوهنځي پر محصلې حمله وکړه او هغه يې بې عزته کړه.
انجلۍ وروسته بیا د وراوښتو ټپونو له امله په سینګاپور کې مړه شوه.
دغې پیښې په هند کې د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وپارولې .
مظاهره چیانو د هند حکومت تورن کړی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه اخلي.