"پاکستان د طالبانو په یوه سل کسیز لست کار کوي، چې له زندانونو یې ازاد کړي"

د سولې د عالي شورا یو غړی مولوي شهزاده شاهد

د افغانستان د سولې د عالي شورا ځینې غړي وايي، پاکستان دا مهال د طالبانو په یوه سل کسیز لست کار کوي، چې له زندانونو یې ازاد کړي.

پاکستان څو ورځې مخکې د طالبانو اته مشران خوشې کړل. په دوی کې د طالبانو د وخت د عدلیې وزیر مولوي نورالدین ترابي او ځینې نور کسان شامل و.

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې پاکستان د طالبانو د دویمې د مشر مرستیال ملا عبدالغنی برادر هم شوې کړي.

په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن د سولې د عالي شورا له یوه غړي مولوي شهزاده شاهد سره په دې اړه مرکه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

له شهزاه شاهد سره مرکه