ملي امنیت په ننګرهار کې یو مشکوک کس نیول، چې په تروریستي فعالیتو کې لاس لري

د ملي امنیت ریاست په ننګرهار کې یې یو مشکوک کس چې د تروریستي فعالیتونو په ترسره کیدو کې لاس لري، نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل، دا کس چې د ښځو جامې یې اغوستي وې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې و نیول شو.

د یو بل خبر له مخې، د دفاع وزارت منصوبینو یوه میرمن له خپلو درو ماشومانو سره په بغلان کې د تښتونکو له منګولو خوشي کړله .

د دفاع وزارت د رسنیو دفتر وایې چې دا میرمن د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د منصوبینو د عملیاتو پر مهال خوشي شوې ده.