په ننګرهار کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د دوو پروژو د بنسټ ډبره کيښودل شوه،دا پروژې د کرنې، کلیو او پراختیا، ماليې او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارتونو د ګډ پروګرام له لارې د ننګرهار په کامې او بهسودو ولسوالیو کې پلي کیږي.
د نشه يي توکو پرضد دمبارزې وزیر ضرار احمد مقبل ،چې ددې پروګرام مشري په غاړه لري رسنیو ته وویل، چې دوی دغه پروګرام د هیواد په دریو ولایتونو کې پلی کړی،چې یو هم ننګرهار دی.
په دې پروژو سره به د ننګرهار په بهسودو او کامې ولسوالیو کې د چرګانو یو فارم او ګرین هاوس یا شنې خونې جوړې شي.