په سوریه کې د حکومت ضد فعالان وايي، چې پرون دمشق ته نژدې د تېلو پر یوه ټانک په هوايي حمله کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ملیحا ښارګوټي ته نژدې له دې حملې وروسته یې ګڼ کسان د سوځېدو په حال کې ولیدل. د فعالانو په وینا د دې هوايي حملې په نتیجه کې ستره چاودنه وشوه چې تراویا پورې کسان پکې وژل شوي دي.
دا خونړۍ پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ملګروملتونو د بشري حقونو څانګې په خپله نوې خپره شوې څېړنه کې وویل، د سوریې په کړکېچ کې له شپېتوزرو زیات کسان وژل شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ناوې پېلي Navi Pillay وویل چې د تلفاتو شمېره تر هغې اندازې چې تمه کېده ډېره لوړه او د دې په وینا په رښتیا زړه بوګنوونکې وه.