د بګرام له زندان څخه اولس تنه نور بندیان پرون خوشې شول

د بګرام له زندان څخه اولس تنه نور بندیان پرون خوشې شول. افغان چارواکي تاییدوي چې خوشې شوي کسان غزني ولایت ته له لېږدېدو وروسته خوشې شوي دي.

ویل کېږي چې د خوشې شویو کسانو ډېره برخه د وسله والو طالبانو غړي وو او یا له هغو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو. چارواکو نه دي ویلي چې دا کسان د بېګناهۍ په خاطر شوې شوي او که یې د بند موده پورې شوې وه.