په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو نوي ارقام پرون خپاره شول

د امریکا دفاع وزارت او اسوشېتېدپریس خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو نوي ارقام پرون خپاره کړل.

د دې ارقامو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا په دې هېواد کې پوځي ماموریت پیل کړی تراوسه ۲۰۴۳ امریکايی پوځیان په افغانستان کې وژل شوي. دا هغه ارقام دي چې د چارشنبې تر ورځې پورې د امریکا د پوځ له خوا ثبت شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې له دې شمېرې څه باندې اولس سوه سرتېري د دښمن په حملو کې وژل شوي دي.

د پنټاګون د احصاییو له مخې له اتلس زرو زیات امریکايي پوځیان د افغانستان په جګړو کې ټپیان شوي هم دي.