د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې یوه تن خپله میرمن وژلې ده

د چپرهار ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د دې ولسوالۍ د ماڼو کلي په سیمه کې یوه تن محمد حیدر خپله میرمن په ډزو وژلې ده.

دوي وايي، محمدحیدر چې یو نشه يي دی له پخوا نه يي خپلې ښځې سره وضعیت خرابه و:

"سهار وختي دې وژل شوې میرمنې اوړه لمدول، چې میړه يي تفنګچه راخیستې ده خپله ښځه يي وژلې او نور تښتیدلی دی.

زما نوم نجیب الله د چپرهار د ماڼو کلي اوسیدونکی یم دلته داسې کار وشو، چې سهار دا سړی راپورته شو هسې خوشې په خوشې وسله يي رواخیسته خپله میرمن يي ووژله خو دا سړی چرسي وو."

د چپرهار ولسوال محمد صدیق هم دا پيښه تاییدوي او په خبره يي، چې محمد حیدر د پيښې وروسته له سیمې تښتيدلی دی.

نوموړی وايي، د پيښې په اړه د دوي پلټنې روانې دي او محمد حیدر به ډیر ژر د دوی لاس ته ورشي:

"هو دا پيښه شوې ده، سیمې ته امنيتي او جنايي کسان تللي دي زه ورسره په تماس کې یم، دغه کس خپله ښځه وژلې ده وروسته بیا تښتیدلی دی او انشالله ډیر ژر به دا سړی ونیول شي او قانون منګلو ته به وسپارل شي."

د ویلو ده، چې د وژل شوې میرمنې قاتل خاوند محمد حیدر د پوخ عمر سړی دی او له دې میرمنې څخه يي اته ماشومان یتیمان پاتې شول.