د بغلان په اندراب کې یو شمېرغیر مسئول وسله وال نیول شوي دي

د بغلان امنیتي مسئولان وایي، د دې ولایت په اندراب دره کې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې یو شمېرغیر مسئول وسله وال نیول شوي دي.

د بغلان امنیه قومندان اسد الله شیرزاد خبریالانو ته وویل چې، دا عملیات د څلورو ورځو راهیسي پدې سیمه کې د وسله والو د ځپلو په هدف پیل شوي دي.

د ښاغلي شیرزاد په وینا د عملیاتو پرمهال نښته نه ده شوې.

د یو بل خبر له مخې یو طالب قومندان نن د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان او بهریو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې و نیول شو.

آیساف په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دې طالب قومندان په شاولي کوټ او ارغنداب ولسوالیو کې وسله وال فعالیت درلود.

وسله و الو طالبانو پدې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.