بارک اوباما به نن هغه لایحه، چې د مالي سقوط پلان د عملي کیدو مخنیوی کوي، لاسلیک کړي

د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به نن هغه لایحه، چې د مالي سقوط (fiscal cliff) د پلان د عملي کیدو مخنیوی کوي، لاسلیک کړي.

د مالیې د زیاتیدو اومصارفو د کمولو د پلان د مخنیوي لایحه پرون د امریکا د کانګرس د استازو جرګې په دوه سوه اوه پنځوس موافقو او یو سل او اوه شپيته مخالفو راییو تصویب کړه .

په کانګرس کې د دې لایحې د تصویبیدو څخه وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل ، چې د امریکا مالي سیسټم اوس یو څه مناسب دی، ده وویل:

(زه فکر کوم، چې موږ ټول پوهیږو، چې دا قانون زموږ د اقتصاد د پياوړي کولو لپاره او هر وګړي ته د امکاناتو د برابولو لپاره د پراخو هڅو یو بل ګام دی.

حقیقت دا دی، چې د بودجې کسر تر اوسه هم ډیر زیات دی او موږ لا هم د خپل اقتصاد د لازمې ودې لپاره ډیره کمه پانګونه کوو . )

دا تصویب شوې لایحه وروسته جمهور ریس بارک اوباما ته د توشیح لپاره ور واستول شوه، دا به د امریکا متحد ایالات د مالي سقوط وژغوري.

مالي سقوط یا (fiscal cliff) د شپږ سوه ملیاردو ډالرو هغه پلان ته وايي، چې د امریکا د بودجې د کسر د کمولو لپاره مالیې زیاتوي او لګښتونه کمیږي.

که چیري کانګرس د دې مخنیوی نه وای کړي، نو دا پلان په اتوماتیک ډول د نوي کال له پيل سره عملي کیده .

اقتصاد پوهانو خبر داری ورکړی وو ، چې دا پلان به د امریکا اقتصادي وده کمه کړي او پر نړیوال اقتصاد به هم منفي اغیز ولري.

د نوي قانون له مخې به د زیاتو امریکاييانو د مالیې د کموالي پلان او په اتوماتیک ډول د مصارفو د کمیدو پروګرام د لږترلږه راتلونکو دوو میاشتو لپاره وځنډوي.

داسې انګیرل کیږي، چې دا نوی قانون به پر بډایو امریکايیانو د مالیې د زیاتولو په مرسته په راتلونکو لسو کلونو کې شپږسوه شل ملیارده ډالر را غونډ کړي.