د سوریې د رژیم او وسله والو ترمنځ د نښتو له امله د حلب نړېوال هوايي ډګر وتړل شو

د سوریې د رژیم او وسله والو پاڅونکونکو ترمنځ د نښتو د شدت له امله پرون (سه شنبه) د دې هېواد د تر ټولو ستر ښار حلب نړېوال هوايي ډګر وتړل شو.

په بریتانیې کې د سوریه کې د بشري حقونود څارنې اداره وايي، د حلب ښار هوايي ډګر د دوشنبې په ورځ د هوايي دګر پر امنیتي ساتونکي مرکز د وسله والو تر حملې وروسته تړل شوی دی.

د رژیم مخالفینو په وروستیو کې د حکومتي ځواکونو د هوايي حملو د شدت د کمولو لپاره د حلب ښار شاوخوا پر هوايي ډګر حملو ته زور ورکړی وو.

د مخالفینو پر ترکنټرول لاندې سیمو کې د وسله والو پر مرکزونو د حکومت د هوايي ځواک پرله پسې حملې د مخالفینو د پرمختګ لپاره ستر خنډ ګڼل کیږي.
د رپوټونو پر اساس تر ۴۵ زرو زیات کسان په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په ضد د دوه ویشت میاشتنی پاڅون په ترځ کې وژل شوي دي.