د روسيي پولیسو پرون د حکومت د اپوزوسیون یو مهم غړۍ او لسګونه نور مخالفان په مسکو او سات پیترسبورګ کې د هغې مظاهرې پر مهال چې چارواکو يې اجازه نه ورکړې، ونیول.
د روسيي د حکومت یوه سیاسي مخالف مشر ادورډ لیمانوف په مسکو کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال توقیف شو.
په مسکو او سات پیترسبورګ کې ددغو دوو پراخو لاریونونو هدف د حکومت د مخالفانو د غونډو د جوړیدو له حق څخه دفاع کول دي.
د روسيي د حکومت اپوزوسیون ویلي پولیسو پرون ددوې ۲۸ غړي نیولي دي.
خو روسي مقامات وايي ددې هیواد د اساسي قانون له مخې خلک په ازاده توګه د راغونډیدو حق لري خو د مخالفانو په وینا چارواکي زیات ځله په دې ویلو سره چې باید مخکې له خکې اجازه ترلاسه کړي ، ددوي د غونډو مخه نیسي.