د هرات ولایت پولیس وايي، د وسله والو غلو یوه ۷ کسیزه ډله يې نیولې ده.
د هرات د امنۍ قومندانۍ د امنیت امر جنرال حمید حمیدي پرون ازادۍ رادیو ته وویل چې دغو غلو د پولیسو د دوه افسرانو په ملاتړ د ښار په مختلفو برخو کې وسله والې غلاوې او شوکې کولې:
(د وسله والو غلو یوه ۷ کسیزه ډله چې له یوې میاشتې راهیسې د امنۍ قومندانۍ تر څارنې لاندې وه، ونیول شوه.
موږ د هغوي د نیولو لپاره په احتیاط ګامونه اخیستل ځکه چې په پولیسو کې يې نفوذ درلود.له نیکمرغه دوي او په پولیسو کې ددوي ملاتړي ونیول شول.)
د هرات ولایتي شورا په دې وروستیو کې امینتي مقامات احضار کړي وو او له هغوي څخه يې په دې ولایت کې د وسله والو غلاو او نا ارامیو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.