ډاکټران: د هيلري کلنټن روغتيايي وضعيت به ژر شي

د نیویارک په یوه روغتون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې معالجو ډاکترانو هیله څرګنده کړه چې د هیلیري کلنټن روغتیايي وضعیت ژر شي،مېرمن کلنټن د یکشنبې په ورځ په روغتون کې بستر شوه.

دا په وینه کې د غوټې په وجه په روغتون کې بستر شوه.

ډاکترانو پرون وویل، چې د مېرمن کلنټن د ښي غوږ شاته د مازغو او د سر د کپرۍ ترمنځ په رګ کې وینه ټینګه شوې ده.

ډاکترانو زیاته کړه، چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې نه مغزي سکته کړې او نه هم عصبي صدمه لیدلې ده.